پوتین: د اوکراین جګړه د پای ته رسېدو پړاو ته نږدې شوې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، باور لري چې له اوکراین سره روانه جګړه د پای ته رسېدو پړاو ته نږدې شوې ده.
پوتین له خبریالانو سره خبرو کې د اروپا لپاره د نويو امنیتي ترتیباتو په اړه د خبرو اترو چمتووالی هم ښودلی او ویلي یې دي، چې د دغو احتمالي مذاکراتو لپاره د جرمني پخوانی لومړی وزیر ګرهارډ شرودر مناسب شریک ګڼي.
د راپورونو له مخې، دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې وشوې، چې پوتین په مسکو کې د «بریا ورځې» مراسمو پر مهال په اوکراین کې د روسیې د بریا ژمنه وکړه.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې روسیه به تر هغه خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي، څو ټاکل شوي اهداف ترلاسه نه شي.
په ورته وخت کې نړیوالې اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي او ګڼ هېوادونه د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو او سیاسي حللارې غوښتنه کوي.



