بلوچستان کې نښته؛ دوه کسان وژل شوي او پنځه ټپیان دي

په بلوچستان کې د نښتې له امله دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د ګوادر اړوند کنټاني سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د پاکستان سمندري ساتونکو هلته د یوې پوستې د جوړولو هڅه کوله.

د سیمې ځايي کارګرو د کار د دوام پر سر اعتراض وکړ، چې وروسته وضعیت د نښتې تر کچې ورسید.

په دې نښته کې شاهزیب او سعود وژل شوي، چې د خضدار ولسوالۍ اوسېدونکي بلل شوي دي. پنځه نور کسان ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

بل لور ته، د پاکستان سمندري ساتونکو په اعلامیه کې ویلي چې ځواکونو یې د ساحلي سیمو په اوږدو کې د ایراني تېلو د ناقانونه قاچاق د مخنیوي لپاره پوسته جوړوله، خو د دوی پر ځواکونو د “وسله‌والو کسانو” له لوري برید شوی، چې له امله یې مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.

تر اوسه په سیمه کې امنیتي وضعیت ترینګلی پاتې دی او اضافي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

دکمه بازگشت به بالا