د خیبر پښتونخوا لکي مروت کې چاودنه؛ ۹ کسان وژل شوي دي

نن سې‌شنبه (د غويي ۲۲مه) د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په بازار کې زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې ۹ کسان وژل شوي دي.

د ځایي پولیسو په وینا، په وژل شویو کې دوه د ټرافیک پولیس هم شامل دي.

عیني شاهدان وايي چاودنه ډېره زوروره وه، چې له امله یې یو شمېر موټرونه زیانمن شوي او خلکو ته مالي تاوانونه اوښتي دي.

د خیبر پښتونخوا د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې دا پېښه غندلې او له قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې د پېښې د څرنګوالي او نورو جزییاتو په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي.

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په سیمه کې د ناامنۍ زیاتوالی اندېښمنونکی بللی او د امنیت پر ټینګښت یې ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي: «هغه کسان چې د بې‌ګناه خلکو وینه تویوي، د هېڅ ډول بخښنې وړ نه دي.»

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

دکمه بازگشت به بالا