بدخشان کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او څلور ټپیان دي

د بدخشان ولایت مسوولین وایي، د راغستان ولسوالۍ په اړوند غالشدیو سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د بدخشان امنیه قومندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، دا پېښه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د راغستان ولسوالۍ اړوند په غالشدیو سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه وروستي معلومات نه دي خپاره شوي.
مسوولین وایي، د پېښې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی او په اړه یې څېړنې روانې دي.





