ترکیه کې وسله‌وال برید؛ ۴ کسان وژل شوي او ۸ ټپیان دي

ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سوېلي ښار مرسین کې د یوه وسله‌وال له لوري پر عامو خلکو ډزو کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې وسله‌وال پر خلکو ډزې وکړې او وروسته له سیمې وتښتېد.

ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

ترکي چارواکو ویلي چې د پېښې د څرنګوالي او انګېزې د معلومولو لپاره یې پراخې څېړنې پیل کړې دي او امنیتي ځواکونه د بریدګر د نیولو هڅې کوي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د پېښې له امله په ښار کې د وېرې فضا رامنځته شوې، خو امنیتي وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا