هند او ناروې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړې

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په اوسلو کې د ناروې له لومړي وزیر یوناس ګاهر ستوره سره د دوه‌اړخیزو اړیکو او ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

مودي ویلي، د دې لیدنې مهم پرمختګ د هند او ناروې ترمنځ د اړیکو د «شنې ستراتیژیکې ملګرتیا» کچې ته لوړول وو، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د پاکې انرژۍ، دوامدار پرمختګ، شین سمندري اقتصاد او چاپېریال‌دوسته سمندري لېږد په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د نوموړي په وینا، په دې لیدنه کې د نوښت، څېړنې، زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او مهارتونو د پراختیا په برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې شوې دي.

مودي همداراز د دې هرکلی کړی چې ناروې د هند ـ ارام سمندر د سمندري نوښت له پروګرام سره یوځای شوې ده.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې هند له اروپايي هېوادونو سره د اقتصادي او ستراتیژیکو همکاریو د پراختیا هڅې چټکې کړې دي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا