غزني کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۲ پسونه تلف شوي

د غزني ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د کابل–کندهار پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله ۲۲ پسونه تلف شوي دي.

د خبر له مخې، پېښه تېر ماښام هغه مهال رامنځته شوې چې د ۵۸۰ ډوله مسافروړونکي موټر له لارې تېرېده او په همدې وخت کې کوچیان له خپلو رمو سره د سړک د اوښتو په حال کې وو.

مسوولین وایي، د شپې تیاره او د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي د دې پېښې د رامنځته کېدو اصلي عوامل ګڼل کېږي.

ورته پېښه تېره ورځ د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې هم شوې وه، چې پکې ۱۲ پسونه تلف شوي وو.

چارواکي له خلکو او موټرچلوونکو غوښتنه کوي چې د لویو لارو پر مهال د احتیاط اصول مراعت کړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا