کینیا کې د تېلو د بیو پر ضد لاریونونه؛ ۴ کسان وژل شوي

د کينیا د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د تېلو د بیو د لوړېدو پر ضد د اعتراضونو پر مهال د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې څلور کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
رویټرز د یاد وزارت په حواله راپور ورکړی چې لاریونونه د عامه ټرانسپورټ ټولنې له لوري د تېلو د بیو د زیاتوالي پر ضد د ټرانسپورټ اعتصاب له اعلان وروسته پیل شوي دي.
په همدې حال کې د ټرانسپورټ او انرژۍ وزارتونو او د عامه ټرانسپورټ د مسوولینو ترمنځ غونډه هم شوې، خو تر اوسه د روان کړکېچ د حل لپاره کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.
چارواکي وایي چې امنیتي وضعیت تر څار لاندې دی او هڅې روانې دي څو لاریونونه په ارامه توګه کنټرول شي.


