پوتین: د روسیې او چین اړیکې د دولتونو د همکارۍ بېلګه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د چین او روسیې ترمنځ هر اړخیزه ملګرتیا او ستراتیژیک تعامل په اوسنۍ نړۍ کې د دولتونو د اړیکو یوه بېلګه ده.
پوتین دا څرګندونې د چین–روسیې د خبرو اترو فارمټ په ناسته کې کړې دي.
هغه ویلي چې د دواړو هېوادونو اړیکې د برابرۍ، متقابلو ګټو، ملګرتیا او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ ولاړې دي.
نوموړي همداراز د نړیوالو پلیټفارمونو کې د ګډ فعالیت او د څو قطبي نړۍ د رامنځته کېدو لپاره له چین سره د ګډو هڅو یادونه کړې ده، او ټینګار یې کړی چې مسکو او بیجینګ به د نړیوالو بدلونونو په بهیر کې خپل همغږي رول ته دوام ورکړي.



