برتانیا کې یوې راډیو په تېروتنه د پاچا د مړینې خبر خپور کړ

په برتانیا کې یوې سیمه‌ییزې راډیو د تخنیکي ستونزې له امله په تېروتنه کې د پاچا دریم چارلس د مړینې خبر خپور کړی، چې له امله یې خپرونې د لنډ وخت لپاره ګډوډې شوې دي.

د راپورونو له مخې، دغه پېښه د سه‌شنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې د راډیو د سیسټم یو نیمګړي پیغام د بیړني خبر په توګه خپور شو.

راډیو څو دقیقې وروسته خبر رد کړ او خپرونې یې بېرته عادي حالت ته وګرځولې.

د راډیو مسوولینو د پېښې له امله بخښنه غوښتې او ویلي یې دي چې د غلط خبر خپرولو هېڅ اراده نه وه، بلکې دا تخنیکي تېروتنه وه چې ژر اصلاح شوه.

په همدې مهال، راپورونه ښيي چې پاچا دریم چارلس د پېښې پر وخت شمالي ایرلنډ ته په رسمي سفر بوخت و او په بېلابېلو عامه او کلتوري غونډو کې یې ګډون درلود.

برتانوي رسنۍ د مهمو ملي پېښو لپاره له مخکې ځانګړي بیړني پروګرامونه چمتو کوي، څو د اړتیا پر مهال ژر خپاره شي، خو دا ځل تخنیکي ستونزې د غلط خبر د خپرېدو لامل شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا