مالیې وزارت: د غنمو واردات ۳۴۵ سلنه زیات شوي

د اسلامي امارت د مالیې وزارت ویلي، پر وارداتي اوړو د ګمرکي تعرفې له لوړولو وروسته هېواد ته د غنمو واردات ۳۴۵ سلنه زیات شوي دي.
یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دې پرېکړې موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د اوړو د پروسس صنعت پیاوړتیا او د هېواد د اقتصادي ودې پراختیا ده.
د معلوماتو له مخې، تېر کال د غنمو پر وارداتو تعرفه کمه او د اوړو تعرفه له ۵ سلنې څخه ۸ سلنې ته لوړه شوه، چې له امله یې د غنمو واردات په بېساري ډول زیات شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د ۱۴۰۵ مالي کال د کب او وري میاشتو کې هېواد ته ۱۹۸ زره ټنه غنم وارد شوي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دا شمېر ۴۴ زره ټنه و.
د مالیې وزارت ټینګار کړی، د غنمو د وارداتو زیاتوالی به د کورنیو فابریکو تولیدي ظرفیت لوړ، کاري فرصتونه ډېر او په بازارونو کې به د داخلي تولیداتو ونډه پراخه کړي.

