د ټرمپ په نوم مشهوره سنډا د لوی اختر په قربانۍ کې حلالېږي

په بنګله دېش کې یوې ځانګړې سنډا د خپل غیرعادي ظاهري بڼې او ویښتانو رنګ له امله د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او ځایي اوسېدونکو پراخه پاملرنه جلب کړې ده.

یاده سنډا، چې شاوخوا ۷۰۰ کیلوګرامه وزن لري، د ډهاکې ښار ته نږدې په یوه فارم کې ساتل کېږي او ټاکل شوې د لوی اختر د قربانۍ په مراسمو کې حلاله شي.

د راپورونو له مخې، د دې سنډا د ښکرونو ترمنځ طلایي رنګه ویښتان او ځانګړې څېره د دې لامل شوې چې ځینې خلک یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پرتله کړي او همدا نوم یې پرې ایښی دی.

د سنډا شهرت هغه وخت نور هم زیات شو کله چې د ویښتانو د مینځلو او سټایل جوړولو ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، چې له امله یې ګڼ خلک فارم ته د لیدو او عکس اخیستو لپاره ورغلل.

د فارم مالک وایي، دغه څاروی ارام طبیعت لري او د ځانګړې پاملرنې لاندې ساتل کېږي، چې د کارکوونکو له خوا یې ویښتان په ورځ کې څو ځله مینځل او منظم کېږي.

خو د فارم مالک په وینا، د زیاتې ګڼې‌ګوڼې له امله د سنډا وزن هم یو څه کم شوی دی، او اوس د خلکو د ورتګ کنټرول ته اړتیا لیدل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا