تورخم کې ۷۰ کیلوګرامه قاچاقي «ام» ضبط شوي

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، د تورخم قرنطین مدیریت کارکوونکو له پاکستانه افغانستان ته په قاچاقي ډول راوړل کېدونکي ۷۰ کیلوګرامه «ام» مېوه نیولې ده.

د یاد ریاست په وینا، دغه مېوه د افغان کډوالو په موټرو کې هېواد ته لېږدول کېده، چې د قرنطین مسؤلینو له لوري ضبط شوه.

د ننګرهار د کرنې رییس عبدالستار محمد ویلي، له پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د بندښت له امله هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې کرنیز او نور توکي په غیرقانوني ډول هېواد ته وارد کړي.

هغه له هېوادوالو غوښتي چې د بهرنیو محصولاتو پر ځای دې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي، څو ملي سوداګري پیاوړې او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا