حامد کرزي د افغانې غرختونکې لاسته راوړنه ستایلې

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزی افغان غر ختونکې ذکیه احمد ته د همالیا غرونو کې د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته د ختلو له امله مبارکي ویلې او د لومړنۍ افغانې غر ختونکې په توګه یې د هغې لاسته راوړنه ستایلې ده.
حامد کرزي په خپل پیغام کې ویلي، د ذکیې احمد دغه بریا د افغانستان لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه ده او د افغان ښځو د وړتیا، زړورتیا او لوړ هوډ څرګندونه کوي.
هغه زیاته کړې، دا لاسته راوړنه نه یوازې د ورزش په ډګر کې ویاړ دی، بلکې د افغان نجونو او ښځو لپاره یو مهم هیلهبښونکی پیغام هم لري.
ذکیه احمد د همالیا لوړې څوکې ته په بریالیتوب رسېدو سره د افغان غر ختنې په تاریخ کې نوی باب پرانېست، چې د هېواد دننه او بهر یې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

