اوکراین کې د روسیې بریدونو ۹ کسان وژلي

اوکراین کې د روسیې د پراخو هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زیات نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د اوکراین پر څو مهمو ښارونو، په ځانګړي ډول کییف، خارکیف او ډنیپرو ترسره شوي چې له امله یې ګڼو استوګنیزو سیمو او ملکي تاسیساتو ته زیان اوښتی دی.

سرچینې وایي، دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې له څو ورځو راهیسې د روسیې د احتمالي پراخو پوځي عملیاتو په اړه خبرداری ورکول کېده.

د اوکراین چارواکو د ژغورنې او مرستو عملیات پیل کړي او ویلي یې دي چې د ټپیانو او زیانونو د کره شمېرې د معلومولو هڅې روانې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا