نورماګومیدوف: هر ځل چې کعبه شریفه وینم، داسې احساس کوم لکه لومړی ځل وي

روسیې مشهور مسلمان او پخوانی نړیوال MMA اتل خبیب نورماګومیدوف د خپل حج د تجربې په اړه ویلي چې د کعبې شریفې لیدل ورته هر ځل د لومړي ځل په څېر احساس ورکوي.

نوموړي ویلي: «هر ځل چې کعبه وینم، داسې احساس کوم لکه دا چې لومړی ځل وي.» هغه د کعبې لیدل یو ځانګړی، ژور او نه‌هېرېدونکی روحاني تجربه بللې ده.

خبیب زیاتوي چې د حج مراسم او د مقدسو ځایونو لیدنه د انسان په زړه کې ځانګړی سکون او معنوي بدلون رامنځته کوي او دا تجربه د ژوند له مهمو شیبو څخه ګڼل کېږي.

نوموړی چې د نړۍ په کچه د خپل ورزشي کارنامو ترڅنګ د اسلامي ارزښتونو له امله هم پېژندل کېږي، وخت ناوخت د خپلو مذهبي تجربو او احساساتو په اړه څرګندونې کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا