کانګو کې د ایبولا خپرېدل؛ ۴۸ کسان مړه او ۳۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ د تایید شویو پېښو شمېر ۳۲۱ ته رسېدلی او ورسره ۱۱۶ نورې مشکوکې پېښې هم ثبت شوې دي.
د راپورونو له مخې، تر دې مهاله د دغې ناروغۍ له امله ۴۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، په داسې حال کې چې شپږ ناروغان له درملنې وروسته روغ شوي او عادي ژوند ته ستانه شوي دي.
روغتیايي چارواکي وایي، د ناروغۍ د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره د څارنې، درملنې او عامه پوهاوي چارې روانې دي او هڅه کېږي چې احتمالي پېښې ژر تشخیص او تر کنټرول لاندې راوستل شي.
ایبولا یوه خطرناکه او ساري ویروسي ناروغي ده چې د اخته کسانو د بدن له مایعاتو سره د مستقیم تماس له لارې لېږدېږي. کانګو ډیموکراتیک جمهوریت له تېرو څو کلونو راهیسې د ایبولا د خپرېدو له پرلهپسې څپو سره مخ دی او روغتیايي بنسټونه یې د ناروغۍ د مهار لپاره پراخ اقدامات ترسره کوي.

