کشمیر کې د پاکستان پوځ چورلکه غورځېدلې؛ ټولې سورلۍ یې ژوند بایللی

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ اړوند یوه «Mi-17» ډوله چورلکه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په مظفرآباد سیمه کې د الوتنې پر مهال غورځېدلې ده.
راپورونه وایي، چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله نسکوره شوې او د پېښې په پایله کې د چورلکې ټول سپاره وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د پېښې پخلی کړی، خو تر اوسه یې د سپرلیو دقیق شمېر نه دی څرګند کړی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، پېښه د چورلکې د الوتنې پر مهال رامنځته شوې او له نسکورېدو وروسته اړوندې ادارې د سیمې د وضعیت ارزونې او پلټنو لپاره ورغلې دي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د پېښې د اصلي لامل د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي او د پلټنو تر بشپړېدو وروسته به نور جزییات هم خپاره شي.

