ګوتریش: د منځني ختیځ د کړکېچ پراخېدو او نړیوالو اغېزو په اړه خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش، په منځني ختیځ کې د روان وضعیت د لا خرابېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې د جګړې او پوځي کړکېچ دوام کولای شي اغېزې یې له سیمې هاخوا نړیوالې کچې ته وغځېږي.

نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د وروستیو اوونیو پرله‌پسې پوځي تحرکاتو او بریدونو سیمه لا نوره هم ترینګلې کړې ده. هغه یو ځل بیا له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي چې تاوتریخوالی ودروي، له پوځي اقداماتو ډډه وکړي او د ستونزو د حل لپاره ډیپلوماتیکې او سوله‌ییزې لارې غوره کړي.

ګوتریش ټینګار کړی چې د روان بحران پراخېدل نه یوازې د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کوي، بلکې نړیوال امنیت او اقتصادي وضعیت هم اغېزمنولای شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، د کړکېچ د پراخېدو خطر به لا زیات شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په سیمه کې پوځي ترینګلتیاوې دوام لري او نړیوال بنسټونه د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د زغم، خبرو اترو او ډیپلوماتیکو هڅو پر اړتیا ټینګار کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا