غزني کې د دوو چکډیمونو د جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د اوبو د دوو کوچنیو بندونو (چکډیمونو) د جوړولو چارې پیل شوې دي.
ځايي مسوولین وایي، دا چکډیمونه د ګیلان ولسوالۍ د شینکي کاریز کلي په سیمه کې د شاوخوا ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي او تمویل یې د اسلامي امارت له لوري کېږي.
د مسوولینو په وینا، د دې پروژې چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې شي او یاد بندونه به د نږدې ۸۰ زره متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري.
په ورته مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د دغو پروژو د پیل هرکلی کوي او د ورته نورو پرمختیايي پروژو د عملي کېدو غوښتنه کوي.
د اوبو د مدیریت کارپوهان وایي، چکډیمونه د سېلابي اوبو د کنټرول او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د لوړوالي په برخه کې مهم رول لري، خو ټینګار کوي چې دا ډول پروژې باید په معیاري ډول او د لوړ کیفیت لرونکو موادو په کارولو سره جوړې شي، څو د دوام وړ وي.

