واشنګټن د لبنان او اسراییلو د خبرو اترو د پنځم پړاو کوربه کېږي

د لبنان یوې رسمي سرچینې ویلي چې د لبنان او اسراییلو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو به د روانې جون میاشتې په ۲۲مه نېټه د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې ترسره شي.
د راپورونو له مخې، په دې پړاو کې به د دواړو لورو ترمنځ پر یو شمېر مهمو او لانجمنو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د ځینو سیمو اړوند امنیتي او سرحدي مسایلو، خبرې وشي.
سرچینې زیاته کړې چې د لبنان په پلاوي کې به د سیاسي استازو ترڅنګ پوځي او تخنیکي متخصصین هم ګډون ولري، څو د امنیتي او تخنیکي موضوعاتو په اړه لازم بحثونه او ارزونې ترسره کړي.
راپورونه ښيي چې د خبرو اترو دا پړاو د دواړو لورو ترمنځ د پاتې اختلافاتو د کمولو او د ځینو مهمو موضوعاتو د حل لپاره مهم بلل کېږي. تر اوسه د یادو مذاکراتو د احتمالي پایلو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.

