کاظم غریب‌آبادي: ایراني ځواکونه تل ګوته په ماشه دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت ځواکونه به د هر ډول احتمالي ګواښ او امنیتي ننګونو پر وړاندې تل په بشپړ چمتووالي کې پاتې شي.

ایراني رسنیو د هغه په حواله راپور ورکړی چې د ایران امنیتي او دفاعي جوړښتونه په لوړ هوښیارۍ او بشپړ آمادګۍ سره فعالیت کوي او هېواد د هر ډول احتمالي اقدام د مقابلې وړتیا لري. په راپور کې د هغه له قوله ویل شوي چې د ایران دفاعي ځواکونه د ملي حاکمیت او امنیت د خوندیتوب لپاره په دوامداره توګه تیار دي.

کاظم غریب‌آبادي همداراز ټینګار کړی چې په راتلونکو ډیپلوماټیکو خبرو اترو کې به منځګړي لوري خپل رول ته دوام ورکړي او هڅه به وشي چې د خبرو بهیر د متقابل تفاهم پر لور روان وساتل شي.

نوموړي زیاته کړې چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د ډیپلوماټیکو لارو د حل ملاتړ کړی او د ټولو موضوعاتو د هواري لپاره خبرو ته لومړیتوب ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا