حبیبالله رفیع بېرته کابل ته راستون شو

نامتو تاریخپوه، لیکوال، څېړونکی او ادبپوه حبیبالله رفیع له څو کلنې مودې وروسته بېرته هېواد ته راستون شو او کابل ته ورسېد.
ښاغلی رفیع، چې له څه مودې راهیسې په کاناډا کې مېشت و، د افغانستان له مخکښو علمي او فرهنګي شخصیتونو څخه شمېرل کېږي. نوموړي د تاریخ، ادب، فرهنګ او څېړنې په برخو کې ګڼ ارزښتناک آثار، کتابونه او علمي لیکنې هېوادوالو ته وړاندې کړې دي.
د هغه بېرته راستنېدل د هېواد د علمي او فرهنګي ټولنې له لوري یو مهم او مثبت پرمختګ بلل کېږي. د فرهنګي او علمي شخصیتونو حضور کولای شي د علمي څېړنو، ادبي فعالیتونو او فرهنګي ودې په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.
په وروستیو کلونو کې د اسلامي امارت له لوري د علمي، فرهنګي او اکاډمیکو شخصیتونو د بېرته راستنېدو او هېواد ته د خدمت د زمینې برابرولو هڅې شوې دي. د حبیبالله رفیع راستنېدل هم د همدې فضا یوه مهمه بېلګه ګڼل کېږي، چې د هېواد د علمي او فرهنګي پانګې د لا پیاوړتیا لپاره ارزښت لري.

