د امریکا بم‌غورځونکې الوتکه لوېدلې؛ اته عمله غړي وژل شوي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا هوایي ځواک یوه B-52 بم‌غورځونکې الوتکه د ازمایښتي الوتنې پر مهال لوېدلې، چې په پایله کې یې د الوتکې ټول اته عمله غړي وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، یاده الوتکه د کلیفورنیا ایالت له «اېډوارډز» هوايي اډې څخه تر پورته کېدو لږ وروسته د «موهاوي دښتې» په سیمه کې غورځېدلې ده.

امریکايي پوځي چارواکو ویلي چې ژغورونکې ډلې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سیمې ته رسېدلي، خو د عملې د ژغورنې هڅې بریالۍ نه شوې او ټول اته غړي پکې وژل شوي دي.

د پېښې وروسته په «اېډوارډز» هوايي اډه کې هوايي فعالیتونه په لنډمهاله ډول ځنډول شوي او امریکايي پوځ د الوتکې د لوېدو د علت معلومولو لپاره رسمي څېړنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د بېلابېلو هېوادونو د پوځي او ملکي الوتکو د لوېدو پېښې زیاتې شوې، چې ځینې وختونه درنې مرګ‌ژوبلې هم لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا