وېنس: ټرمپ ښايي تر جمعې مخکې له ایران سره د شوې هوکړې جزییات شریک کړي

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي‌ډي وېنس ویلي چې ډونالډ ټرمپ ښایي تر راتلونکو ورځو، او احتمالاً تر جمعې مخکې، له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه د شوې مقدماتي هوکړې جزییات خپاره کړي.

د هغه په وینا، د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم یادښت شاوخوا یو نیم مخه دی او په عمومي ډول د دواړو لورو ترمنځ د هوکړې چوکاټ او اساسي ټکي بیانوي.

امریکایي چارواکو ویلي چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ په جنیوا کې د دغه تفاهم د رسمي لاسلیک مراسم ترسره شي او له دې سره هم‌مهاله به د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ د اوو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې ګډون لري او هلته د بېلابېلو نړیوالو موضوعاتو ترڅنګ د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه هم خبرې کېږي.

ټاکل شوې ده چې د همدې غونډې په څنډه کې د ایران د وضعیت په اړه ځانګړې ناسته هم ترسره شي چې د مصر، قطر او متحده عربي اماراتو مشران به هم پکې ګډون ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا