د اوو سترو صنعتي هېوادونو غونډه؛ ټرمپ، زلېنسکي او مکرون ګډون ته رسېدلي

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د اوو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره رسېدلي دي.

ټاکل شوې ده چې د دې غونډې په ترڅ کې د نړیوال امنیت، اقتصادي همکاریو او یو شمېر مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه هراړخیز بحثونه وشي.

یاده غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې په نړیوالو مسایلو، په ځانګړې توګه د منځني ختیځ او اوکراین د وضعیت په اړه د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ سلا مشورې زیاتې شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا