کارپوهان: د امریکا د ټولنیز خوندیتوب پروګرام له مالي بحران سره مخ دی

د راپورونو له مخې، د امریکا د ټولنیز خوندیتوب پروګرام له جدي مالي ننګونو سره مخ دی او کارپوهانو خبرداری ورکړی چې که لازم اصلاحات ترسره نه شي، په راتلونکو کلونو کې به د میلیونونو مستحقینو میاشتني امتیازات کم شي.

راپورونه ښيي چې د دغه پروګرام د تقاعد صندوق ښايي تر ۲۰۳۲ کال پورې له مالي کمښت سره مخ شي، چې له امله یې د مستحقینو مرستې نږدې ۲۲ سلنه راکمېدلی شي.

اقتصادي کارپوهان وایي، د نفوسو زړښت، د زېږون کچې ټیټېدل او د کاري ځواک کمښت هغه مهم عوامل دي چې د ټولنیز خوندیتوب پر مالي وضعیت یې فشار زیات کړی دی.

سره له دې، شنونکي باور لري چې د مالیاتي اصلاحاتو، د عوایدو د زیاتوالي او د پروګرام د جوړښت د اصلاح له لارې لا هم د دې ستونزې مخنیوی کېدای شي او د میلیونونو امریکایانو د تقاعدي او ټولنیزو امتیازاتو دوام خوندي پاتې کېدای شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا