ټرمپ: نتانیاهو غواړي ټول بمبار کړي

د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمنځ اړیکې په وروستیو کې تر پخوا زیاتې ترینګلې شوې دي، په داسې حال کې چې ټرمپ پر ډیپلوماټیکو هڅو او خبرو اترو ټینګار کوي.
وال سټریټ ژورنال د سرچینو په حواله لیکلي، ټرمپ په یوې خصوصي مکالمه کې نتانیاهو ته ویلي: «ولې ودانۍ الوځوې؟ د ودانیو الوځول بند کړه.» همداراز ویل شوي چې ټرمپ په شخصي خبرو کې له دې موضوع هم شکایت کړی چې نتانیاهو پر پوځي اقداماتو زیات تمرکز کوي.
راپور زیاتوي، نتانیاهو بیا څو ځله د ټرمپ د ډیپلوماټیکو هڅو په اړه پوښتنې راپورته کړې او د احتمالي هوکړو د عملي کېدو څرنګوالي په اړه یې څرګندونې کړې دي.
دغه اختلافات په داسې حال کې زیات شوي چې ټرمپ د جګړو د کمولو او د هوکړو له لارې د کړکېچونو د حل هڅې کوي، خو بل لوري ته د پوځي فشار او اقداماتو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي.
وال سټریټ ژورنال د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکلي چې ټرمپ د خپلو خبرو له هرې مکالمې وروسته له چارواکو د معلوماتو غوښتنه کوي، څو د وړاندې شوو څرګندونو دقت وڅاري.
شنونکي وایي، دا اختلافات د دواړو لورو ترمنځ د لیدلورو ژوره فاصله ښيي، په داسې حال کې چې یوه خوا د ډیپلوماسۍ او بله خوا د پوځي تګلارو پر اهمیت ټینګار کوي.

