د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد ۷۸ سلنه زیات شوی

د ټولګټو وزارت ویلي چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ بندرونو او د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷ میلیونه او ۶۰۲ زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال په پرتله د انتقالاتو کچه نږدې ۷۸ سلنه زیاته شوې چې د سوداګرۍ، ترانزیټ او ترانسپورتي فعالیتونو د پراختیا څرګندونه کوي.

یاد وزارت زیاتوي، د دغو انتقالاتو یوه برخه صادرات او ترانزیټي توکي دي چې پکې وچه مېوه، وريجې، کچالو، معدني ډبرې، نخود، مس او نور سوداګریز محصولات شامل دي.

مسوولین وایي، د ترانسپورتي زیربناوو پراختیا، منظمې څارنې او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې دوام لري، څو د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي ودې بهیر لا پیاوړی شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا