بریتانیا کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله یو تن وژل شوی او لسګونه نور ټپیان دي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د بریټانیا په پلازمېنه لندن شمال کې د دوو مسافروړونکو اورګاډو د ټکر له امله یو کس مړ شوی او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.
راپورونه وایي، پېښه تېره ورځ ماښام د لندن شاوخوا ۹۰ کیلومتره لیرې، د بېډفور ښار په نږدې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته بېړني ژغورونکي ټیمونه سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي. د بریټانیا اړوندو ادارو د پېښې د څرنګوالي او لاملونو د معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي.
چارواکو ویلي چې د اورګاډي پټلۍ په یاده سیمه کې تر لنډمهاله ځنډ وروسته تر جدي ارزونې لاندې نیول شوې او د مسافرو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات روان دي.

