هلمند کې د مسافرو لپاره جامع جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هلمند ولایت مسوولین وایي، د نادعلي ولسوالۍ اړوند د ښوراب په سیمه کې، د کندهار ـ هرات پر لویه لاره د مسافرو لپاره یو جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د مسوولینو په وینا، دغه جومات د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم د ۳۲ میلیون افغانیو په لګښت پر درې جریبه ځمکه جوړ شوی او په یو وخت کې د ۲۲۰ تر ۲۵۰ نارینه او شاوخوا ۲۰۰ ښځینه لمونځ کوونکو د ځایېدو ظرفیت لري.

چارواکي وایي، جومات په معیاري او اساسي ډول جوړ شوی او ټولې اړینې اسانتیاوې لري. په دې اسانتیاوو کې د نارینه وو او ښځو لپاره جلا د اوداسه ځایونه، حمامونه او د یخو او ګرمو اوبو برابرې اسانتیاوې شاملې دي.

د یاد جومات په جوړېدو سره به د کندهار ـ هرات پر لویه لاره د تګ راتګ کوونکو مسافرو لپاره د عبادت او استراحت مناسب چاپېریال برابر شي او هغوی ته به لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا