خلیلزاد: پاکستان باید روښانه کړي چې ولې له افغانستان سره ډیپلوماسي ناکامه بولي

زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي اندېښنو د حل لپاره اسلامي امارت پاکستان ته لیکلي تضمینونه، ګډ میکانیزمونه او د درېیم لوري د ارزونې اصل منلی، خو اسلام‌آباد لا هم له کابل سره ډیپلوماسي ناکامه بولي.

نوموړي په ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې افغان لوري د امنیتي همکاریو، ګډې همغږۍ او د باور جوړونې لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د پاکستان په غوښتنه یې یو شمېر اقدامات هم ترسره کړي دي.

خلیلزاد زیاته کړې، سره له دې هڅو لا هم روښانه نه ده چې پاکستان د اسلامي امارت د وړاندیزونو په اړه کومې مشخصې اندېښنې لري. بلخوا د پاکستان ځینو پارلماني غړو له افغانستان سره د اختلافاتو د حل لپاره پر ډیپلوماسۍ او خبرو اترو ټینګار کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا