په کوټه سنګي کې د ستر جامع جومات د جوړېدو لپاره سروې بشپړه شوه

د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت خبر ورکړی چې د کابل ښار د میرویس میدان (کوټه سنګي) په سیمه کې د یوې سترې جامع جومات د جوړېدو لپاره توپوګرافیکه سروې بشپړه شوې ده.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد جومات به د ۱۸ زرو څخه تر ۲۰ زرو لمونځ کوونکو د ظرفیت په لرلو سره ډیزاین شي، څو د سیمې اوسېدونکو دیني اړتیاوو ته په ښه ډول ځواب ووایي.
د معلوماتو له مخې، د پروژې ټول مساحت ۵۵ زره او ۳۹۸ مربع متره دی او د سروې پر مهال اړوند تخنیکي، جغرافیایي او توپوګرافیک معلومات راټول او ثبت شوي دي. چارواکي وایي، دغه پروژه به د کابل ښار له مهمو دیني او عامه تاسیساتو څخه وشمېرل شي.

