عراقچي: د ایران ځینې کنګل شوې شتمنۍ خوشې شوې

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ له وروستیو مذاکراتو وروسته د ایران ځینې کنګل شوې شتمنۍ خوشې شوې او د تېلو او پېټروکېمیاوي توکو پر صادراتو لګېدلي محدودیتونه هم ځنډول شوي دي.

عراقچي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د هېواد د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ لپاره نوی پلان عملي شوی او په سیمه‌ییزو مسایلو، په ځانګړي ډول لبنان کې، د سولې او ثبات په برخه کې هم مهم پرمختګونه شوي دي.

بلخوا د ایران اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي ویاند اسماعیل بقايي ویلي، روانې خبرې د داسې تګلارې د جوړېدو لپاره ترسره کېږي چې موخه یې په لبنان کې د جګړې پای ته رسول دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سویس کې د امریکا او ایران ترمنځ د تخنیکي مذاکراتو لومړنی پړاو پای ته رسېدلی او د دغو خبرو منځګړو، قطر او پاکستان، د مذاکراتو لومړنۍ پایلې «هیله‌بښوونکې» بللې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا