اروپايي ټولنه: یوازې مجرم او امنیت ته ګواښوونکي افغانان بېرته لېږو

اروپايي ټولنې ویلي چې غړي هېوادونه یې یوازې هغه افغان وګړي بېرته افغانستان ته لېږي چې په جرمونو کې ښکېل وي او یا د امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي.
د اروپايي کمېسیون ویاند مارکس لامرت ویلي، د کډوالو د ایستلو پرېکړه د هر هېواد خپل صلاحیت دی او اروپايي کمېسیون یوازې د دې بهیر په تخنیکي اسانتیا کې مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې جرمني او ځینو نورو اروپايي هېوادونو یو شمېر افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استولي دي.
بلخوا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی بلجیم ته تللی او ټاکل شوې چې هلته د افغان پناه غوښتونکو د وضعیت او اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې اترې ترسره کړي.

