کاناډا کې د ډزو پېښه؛ درې کسان وژل شوي

د کاناډا د مونټریال ښار پولیسو خبر ورکړی چې د هیلټن هوټل ته نږدې د یوه وسلهوال کس په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا، بریدګر پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې چې له امله یې ۳۴ کلن پولیس افسر محمد لامین بن رضوان ووژل شو او یو بل افسر سخت ټپي شو. په پېښه کې یو ملکي وګړی او بریدګر هم وژل شوي دي.
د مونټریال د پولیسو مشر فادي دغر دا پېښه «خواشینوونکې» بللې او ویلي یې دي چې په تېرو ۲۴ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د دغه ښار یو پولیس افسر د دندې پر مهال وژل کېږي.
چارواکي وایي، د برید د انګېزې په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه دا پېښه د ترهګریز برید په توګه نه ده طبقهبندي شوې.

