پزشکیان پاکستان ته په رسمي سفر ورسېد

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته په رسمي سفر ورسېد او د راولپنډۍ په پوځي هوايي ډګر کې یې د پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو له لوري تود هرکلی وشو.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ولسمشر پزشکیان دغه ډیپلوماټیک سفر په «میناب ۱۶۸» نومې ځانګړې الوتکه ترسره کړی دی. ویل کېږي چې د الوتکې دغه نوم د وروستۍ جګړې د شهیدانو، په ځانګړي ډول د میناب د ۱۶۸ زدهکوونکو د یاد په ویاړ ټاکل شوی دی.
ټاکل شوې چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د خپل سفر پر مهال د پاکستان له ولسمشر، لومړي وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو خبرې اترې وکړي.
چارواکي وایي، دا سفر د تهران او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه ترسره کېږي.

