بلوچستان کې خونړۍ ترافیکي پېښه؛ ۴۰ کسان وژل شوي

د پاکستان بلوچستان ایالت په دانهسر سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، بس له سړک څخه اوښتی او یوې ژورې درې ته لوېدلی دی. چارواکي وایي، د پېښې لومړنی لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي او له ټاکلي ظرفیت څخه د زیاتو مسافرو لېږد بلل کېږي.
چارواکو د ټپیانو د درملنې او د پېښې د څرنګوالي د څېړنې خبر ورکړی او یو ځل بیا یې له موټرچلوونکو غوښتي چې د ترافیکي اصولو مراعات، احتیاط او د مسافرو د خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

