پاکستان کې یوې کورنۍ د تعویذګر په سپارښتنه خپله لور ژوندۍ وسوځوله

د پاکستان د پنجاب ایالت د ګوجرنواله په سیمه کې پولیسو یوه ښځه له خپلو درېیو اولادونو سره نیولې ده. پر دغې ښځې تور دی چې د ناروغۍ د درملنې په پلمه یې هڅه کړې خپله څلور کلنه لور ژوندۍ وسوځوي.
د چارواکو په وینا، پولیس د یوه سیمهییز اوسېدونکي له خبرتیا وروسته سیمې ته ورسېدل. نوموړي ویلي وو چې له یوه کور څخه د یوې ماشومې د مرستې او چیغو غږونه اورېدل کېږي. پولیسو د کور دروازه ماته کړه او کور ته له ننوتو وروسته یې ولیدل چې د څلور کلنې ماشومې لاسونه او پښې تړل شوې او د کورنۍ غړو د اور پر سر نیولې ده.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، په پېښه کې د ماشومې مور، خور او دوه وروڼه ښکېل وو. چارواکي وایي، د ماشومې د ژغورلو پر مهال پر پولیسو هم مقاومت شوی او یو پولیس ټپي شوی دی.
پولیسو ویلي، ماشومه له ژغورلو وروسته روغتیايي مرکز ته لېږدول شوې او د پېښې په تړاو نیول شوي کسان تر قانوني څېړنو لاندې دي.

