مولوي محمد یعقوب مجاهد د بدخشان له سرحدي سیمو لیدنه وکړه

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد، د بدخشان ولایت د واخان، زیباک، اشکاشم، کران او منجان ولسوالیو او همدارنګه د افغانستان له چین، تاجیکستان او د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې سرحدي سیمو لیدنه کړې ده.
د سرچینو په وینا، مولوي محمد یعقوب مجاهد د سفر پر مهال له سرحدي امنیتي پوستو، دفاعي چمتووالي او د امنیتي ځواکونو له وضعیت څخه ارزونه کړې او له اړوندو مسوولینو سره یې د پولو د امنیت، ساتنې او لا اغېزمنې همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د سرحدي سیمو د امنیتي وضعیت، د ځواکونو د چمتووالي، د دفاعي تدابیرو د پیاوړتیا او د پولو د لا ښه خوندي ساتلو اړوند موضوعات هم ارزول شوي دي.
سرچینې زیاتوي، د یاد سفر موخه د سرحدي امنیت د لا پیاوړتیا، د امنیتي ځواکونو د چمتووالي څارنه او د هېواد په سرحدي سیمو کې د امنیتي تدابیرو د اغېزمنتیا ډاډ ترلاسه کول بلل شوي دي.

