سپاه: په بحرین او کوېټ کې مو د امریکا ۸۵ پوځي مرکزونه په نښه کړي

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ادعا کړې چې د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې په بحرین او کوېټ کې د امریکا پر ۸۵ پوځي مرکزونو توغندیز او بېپيلوټه بریدونه کړي دي.
سپاه پاسداران په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه بریدونه یې د هغو هوايي حملو په ځواب کې ترسره کړي چې د دوی په وینا، امریکا د هرمزګان او ماهشهر ولایتونو په ساحلي سیمو کې پر یو شمېر پوځي اډو او غیرنظامي تأسیساتو کړې او د اوربند له هوکړې یې سرغړونه کړې ده.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې امریکا د اسلاماباد د هوکړې خلاف عمل کړی، خو د سپاه د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه امریکا، بحرین او کوېټ رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د بریدونو د پایلو په اړه هم خپلواکې سرچینې څه نه دي ویلي.

