عراقچي د عمان له چارواکو سره د سلا مشورو لپاره مسقط ته ورسېد

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د سیمې د وروستیو تحولاتو او روانو امنیتي حالاتو په تړاو د عمان له چارواکو سره د سلا مشورو لپاره مسقط ته رسېدلی دی.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د عراقچي د سفر اساسي موخه د هرمز تنګي د وضعیت، د سیمې د امنیتي پرمختګونو او د سوداګریزو کښتیو د خوندي تګراتګ په اړه له عماني چارواکو سره خبرې اترې دي.
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیران به د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د خوندي تګراتګ، د همغږۍ د پیاوړتیا او اړوندو میکانیزمونو په اړه د نظر تبادله وکړي.
د نوموړي په وینا، دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارو سلا مشورو په چوکاټ کې ترسره کېږي او موخه یې د سیمې ثبات، د سمندري لارو خوندیتوب او د ګډو همکاریو پیاوړتیا ده.

