ایران: د امریکا وروستي بریدونه به بېځوابه پاتې نه شي

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سلاکار علي صفري ویلي، د امریکا وروستي بریدونه به بېځوابه پاتې نه شي او واشنګټن د دواړو لورو ترمنځ د شوې هوکړې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.
صفري ویلي، امریکا د جون په ۱۶مه د لاسلیک شوې هوکړې له مفادونو سرغړونه کړې او د خپلو ژمنو خلاف یې عمل کړی دی.
د نوموړي په وینا، د یادې هوکړې له مخې د هرمز تنګي د راتلونکو ترتیباتو د تنظیم مسؤلیت ایران اسلامي جمهوریت ته سپارل شوی و او ټاکل شوې وه چې دغه بهیر د عمان او د سیمې له نورو هېوادونو سره په همغږۍ او سلا ترسره شي.
هغه ټینګار کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې هر ډول اقدام به مناسب او متقابل ځواب ولري او د هېواد د ملي ګټو او حاکمیت دفاع به په قاطع ډول دوام ومومي.

