ګارډین: ایران د هرمز تنګي د تګ‌راتګ د نوي میکانیزم پر جوړولو غور کوي

د اسټرالیايي ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، ایران د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ‌ـ‌راتګ د تنظیم لپاره د یوه دایمي میکانیزم د رامنځته کولو په اړه غور کوي. راپور زیاتوي چې له بېړیو غوښتل شوي، د یادې سمندري لارې د کارولو پر مهال اړوند مقررات او لازمې همغږۍ په پام کې ونیسي.

د راپور له مخې، هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري سوداګریزو لارو څخه شمېرل کېږي او د نړیوالې انرژۍ د لېږد د پام وړ برخه له همدې لارې ترسره کېږي، ځکه د دې لارې هر ډول بدلون نړیوال اقتصادي اهمیت لري.

ګارډین همداراز لیکلي چې تر دې وړاندې هم ځینو نړیوالو رسنیو د هرمز تنګي له لارې د تګ‌ـ‌راتګ د فیس اخیستو احتمال یاد کړی و، خو د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي اعلان یا تأیید نه دی کړی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا