ایرواني: امریکا د تفاهم‌لیک له ۴۲ مادو سرغړونه کړې

د ایران اسلامي جمهوریت دایمي استازي او سفیر په ملګرو ملتونو، امیر سعید ایرواني، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا رئیس ته په رسمي لیک کې امریکا د تفاهم‌لیک د پلي کېدو په مخنیوي او د خپلو دوه‌اړخیزو ژمنو په نه عملي کولو تورنه کړې ده.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، ایرواني ویلي، امریکا په دوامداره توګه د خپلو ژمنو له عملي کولو ډډه کړې او د تفاهم‌لیک د پلي کېدو د کمزوري کولو لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي دي.

د نوموړي په وینا، ایران تر اوسه د امریکا له لوري د تفاهم‌لیک د ۴۲ څرګندو سرغړونو مستند موارد ثبت کړي چې د واشنګټن د ژمنو د عملي کېدو په اړه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راولي.

ایرواني همداراز ویلي، امریکا د امنیت شورا له غونډو څخه د سیاسي تورونو او ناسمو معلوماتو د خپرولو لپاره ناوړه ګټه اخلي او ټینګار یې کړی چې د اوسني وضعیت اصلي مسوولیت د امریکا پر غاړه دی.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د ایراني چارواکو په وینا، امریکا د ایلام ولایت د معدني اوبو پر یوې فابریکې برید وکړ او ودانۍ او تجهیزاتو ته یې مالي زیانونه واړول.

ایرواني د خپل لیک په پای کې د یمن د انصارالله د پرېکړو په اړه د ایران اسلامي جمهوریت د رول ادعاوې هم رد کړې او ویلي یې دي چې د صنعا چارواکي خپلې پرېکړې په خپلواک ډول او د خپل هېواد د ملي ګټو پر بنسټ کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا