پخواني افغان ډیپلوماتان: یوناما د جدي ننګونو او تګلارې بیا ارزونې ته اړتیا لري

درېیو پخوانیو افغان ډیپلوماتانو په ګډ تحلیل کې ویلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د بودجې د کمښت او سیاسي بن‌بست له امله له جدي ننګونو سره مخ دی او اړتیا ده چې د دغه ماموریت تګلاره له اوسنیو واقعیتونو سره سمه بیا وارزول شي.

د تحلیل لیکوالان، عمر صمد، اصیلا وردګ او فرید ظریف وایي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما د ماموریت د یو کال تمدید له لارې د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د بیا ارزونې فرصت برابر کړی، خو د ځانګړي استازي نشتون او د امنیت شورا د غړو ترمنځ اختلافونو د ماموریت راتلونکی له ناڅرګندتیا سره مخ کړی دی.

د دوی په وینا، ملګري ملتونه نه شي کولای له افغانستان څخه ووځي، ځکه دا کار به بشري ستونزې لا زیاتې کړي. همداراز ټینګار شوی چې د افغانستان په اړه باید د روښانه اهدافو، اغېزمنې همغږۍ او د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د اسلامي امارت ترمنځ د متقابلو تمو پر بنسټ نوې تګلاره غوره شي.

تحلیل زیاتوي چې افغانستان لا هم له اقتصادي ستونزو، اقلیمي بدلون، د کډوالو بېرته ستنېدو او روغتیايي ننګونو سره مخ دی، او د دغو شرایطو مدیریت پراخو سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري.

لیکوالانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې، رباب فاطمې، ټاکنه د همغږۍ د پیاوړتیا او د نړیوالو مرستندویانو د باور د بیا رغونې لپاره یو مناسب فرصت بللی دی.

د تحلیل په پای کې ټینګار شوی چې د یوناما د راتلونکي ماموریت بریا به د روښانه لومړیتوبونو، سیمه‌ییزې همکارۍ، د بشري مرستو د دوام، د مرستندویانو د باور د پیاوړتیا او د افغانانو د ژوند او معیشت د ملاتړ له اغېزمنو اقداماتو سره تړاو ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا