امریکا دا ځل یو کمزوری هېواد، کیوبا، په نښه کوي.

سي‌بي‌اېس شبکې د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا جګړې وزارت (پنټاګون) د کیوبا پر ضد د احتمالي پوځي اقدام لپاره چمتووالی نیولی دی.

راپور کې راغلي، دغه چمتووالی د پنټاګون له لوري روان دی، خو تر اوسه د امریکا حکومت په رسمي ډول د دې ادعا پخلی یا رد نه دی کړی. د راپور له مخې، د احتمالي پوځي اقدام د څرنګوالي، وخت او موخو په اړه هم تر اوسه جزییات نه دي خپاره شوي.

دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې د واشنګټن او هاوانا اړیکې لا هم له سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو سره مخ دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافونه دوام لري. د شنونکو په باور، که دا راپورونه عملي بڼه خپله کړي، ښايي په سیمه کې امنیتي وضعیت لا پسې پېچلی او اندېښنې زیاتې کړي.

  • تر اوسه د کیوبا چارواکو هم د دغو راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا