د میانمار سواحلو ته نږدې د دوو کښتیو ډوبېدو؛ تر ۵۰۰ ډېر کسان نادرکه دي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د میانمار سواحلو ته نږدې د دوو کښتیو د ډوبېدو له امله تر ۵۰۰ ډېر کسان نادرکه شوي دي.

د راپور له مخې، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، یادې کښتۍ د جون میاشتې له وروستیو ورځو راهیسې ورکې دي او اندېښنه شته چې ښايي ټولې سپرلۍ یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

سرچینې زیاتوي، په دغو کښتیو کې ډېری سپاره د روهینګیا مسلمانان وو او د بنګله‌دېش له کډوالو کمپونو څخه یو شمېر بې‌ځایه شوي کسان هم ورسره مل وو. د ژغورنې او لټون هڅې روانې دي، خو تر اوسه د نادرکو شویو کسانو د برخلیک په اړه وروستی معلومات نه دي خپاره شوي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا