پاکستان چین ته د خرو غوښې صادرات پیل کړل

د پاکستان د خرو غوښې لومړنۍ سوداګریزه جوپه، له ګوادر بندر څخه تر لېږد وروسته چین ته رسېدلې او د راپورونو له مخې، اوس د دغه هېواد بازار ته د وړاندې کېدو لپاره چمتو شوې ده.
د راپورونو له مخې، دغه صادرات د چینایي شرکت «هانګنګ» له لوري ترسره شوي، چې د پاکستان د ګوادر په ازاد زون کې یې د خرو غوښې او پوستکو د ذبحې او پروسس ځانګړی مرکز جوړ کړی دی. د شرکت چارواکو ویلي، دا لومړی ځل دی چې په پاکستان کې پروسس شوې د خرو غوښه په سوداګریزه بڼه چین ته صادرېږي.
ویل شوي، د دې پروسې لپاره کارېدونکي خرونه د پاکستان له بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول پنجاب او سند څخه راټولېږي، وروسته ګوادر ته لېږدول کېږي او هلته د صادراتو لپاره چمتو کېږي.
د شرکت د چارواکو په وینا، د صادراتو لړۍ به نوره هم پراخه شي او پلان لري چې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کانټینره د خرو غوښه چین ته ولېږدوي. همداراز ټینګار شوی چې د ذبحې، پروسس او صادراتو ټولې چارې د پاکستان حکومت د قانوني جوازونو او د ګمرکي او امنیتي ادارو تر څارنې لاندې ترسره کېږي.
راپورونه ښيي، د پاکستان اقتصادي همغږۍ کمېټې درې میاشتې وړاندې د ګوادر بندر له لارې چین ته د خرو غوښې او پوستکو صادرات تصویب کړي وو. کارپوهان وایي، که د خرو د نسل ساتنې او روزنې لپاره مناسب پروګرامونه عملي نه شي، د چین لوړه تقاضا به په راتلونکو کلونو کې د پاکستان د خرو پر شمېر اغېز وکړي.

