پنجشېر کې د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شوې

د پنجشېر سیمهییز چارواکي وايي، سږ کال ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو کچه د تېر کال په پرتله د پام وړ لوړه شوې ده. د معلوماتو له مخې، د توتو حاصلات نږدې ۱۵ سلنه او د غنمو حاصلات ۱۸ سلنه زیات شوي دي.
د ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، د حاصلاتو زیاتوالی د کرنیزو پراختیايي پروژو، د بڼوالۍ پراختیا، د اوبو لګولو کانالونو جوړولو او بیارغونې، او له بزګرانو او بڼوالو د دوامدار ملاتړ پایله بلل شوې ده.
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، سږ کال د توتو تولید له ۳۵۰۰ مټریک ټنو څخه ۴۰۲۳ مټریک ټنو ته لوړ شوی دی. د مسؤلینو په وینا، مناسبې هوا، د حاصلاتو راټولولو پر مهال د باران نه ورېدل، د مېوو وچولو ماشینونو وېش او د اوبو لګولو اسانتیاوو پراختیا د دې زیاتوالي مهم عوامل دي.
چارواکو همداراز ویلي، سږ کال د پنجشېر ۱۳۰ ټنه ګیلاس روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر شوي دي. د دوی په خبره، د کرنیزو محصولاتو د تولید زیاتوالی او د پروسس او ساتنې اسانتیاوې به د بڼوالو عواید لوړ او د ولایت اقتصادي وده لا پیاوړې کړي.

